۳م لوست
ایا د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي؟
د خدای کلام ډېرې ژمنې او مشورې لري. امکان لري چې ډېر غواړې چې د خدای په کلام باندې پوه شې، خو شک هم لرې. ایا د دې زوړ کتاب ژمنې او مشورې د باور وړ دي؟ ایا اوس او په راتلونکي کې د ژوند څخه خوند اخستلای شو؟ ډېر خلک یې مني. پخپله وګوره چې ایا ته هم په دغو ژمنو باندې باور لرلای شې، او که نه؟
۱. ایا د خدای کلام خیالي کیسې بیانوي؟
د خدای په کلام کې راغلي دي چې ټولې کیسې «رښتنی خبرې» دي (معلِم ۱۲:۱۰). هلته د ریښتنیو پېښو او کسانو په باره کې لیکل شوي دي (لوقا ۱:۳ او ۳:۱، ۲ ولوله). تاریخ پوهان او لرغون پېژندونکي څرګند کړل چې د خدای په کلام کې یاد شوي نېټې، خلک، ځایونه او پېښې صحیح دي.
۲. ولې ویلای شو چې د خدای کلام تر اوسه پورې ګټور دی؟
د خدای کلام په ډېرو ساحو کې مخکینی دی. د مثال په توګه هغه علمي شیان چې د خدای کلام یادوي، خلکو په هغه وخت کې یې نه منل. یوازې ډېر کاله پس پوهنه یې ثابت کړل. د خدای په کلام باندې هم نن او هم تل باور لرلای شو (زبور ۱۱۱:۷، ۸).
۳. ولې د خدای د کلام په پیغمبریو باندې باور شته؟
د خدای په کلام کې د راتلونکي په باره کې ډېرې پیغمبرۍ a لیکل شوې دي (یشعیاه ۴۶:۱۰). دا نبوت ډېر کاله دمخه د بېلابېلو پېښو په باره کې بیانوي. حیران به شې د خدای کلام د نننیو ورځو په باره کې څه وایي. په دغه لوست کې مونږ به ځینې پیغمبرۍ تر څېړنې لاندې ونیسو. د هغوی دقت ډېر ځانګړی دی.
غور وکړه
پخپله وګوره چې پوهنه د خدای د کلام سره سمه ده او څو حیرانوونکې پیغمبرۍ څېړنه وکړه.
۴. پوهنه څرګندوي چې د خدای کلام رښتیا دی
پخوا ډېر خلک فکر کول چې ځمکه په کوم شي باندې پرته ده. ویډیو وګوره.
پام وکړه، چې د دې په باره کې د ایُوب په کتاب کې ۳۵۰۰ کاله مخکې څه شی لیکل شوی دی. ایُوب ۲۶:۷ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:
-
ولې دا خبره، چې ځمکه په هېڅ شي باندې پرته نه ده او ځوړنده شوې نه ده، عجیبه خبره ده؟
له باران نه وروسته اوبه د بړاس په شکله بېرته اسمان ته ورګرځي، وریځ کېږي او بیا باران ورېږي. دې ته هم د اوبو ګرځېدنه وایي. دغه ګرځېدنه هېڅ پای نه لري. خلک نږدې ۲۰۰ کاله مخکې په دې باندې پوه شول. خو وګوره چې د خدای په کلام کې نږدې ۳۵۰۰ کاله مخکې څه لیکل شوی وُ. ایُوب ۳۶:۲۷، ۲۸ ولوله او د لاندې پوښتنو په باره کې سوچ وکړه:
-
ولې د اوبو ګرځېدنه دومره په زړه پورې ده؟
-
ایا دغه ایتونه ستا باور د خدای په کلام باندې ټینګوي؟
۵. د خدای کلام دمخه مهمې پېښې یادوي
یشعیاه ۴۴:۲۷–۴۵:۲ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:
-
۲۰۰ کاله د بابُل ښار د ورانولو دمخه د خدای په کلام کې کوم مهم معلومات لیکل شوی وُ؟
ویډیو وګوره.
تاریخ ښیي چې د پارس پادشاه، لوی کوروش (خورش)، د خپل فوځ سره په ۵۳۹ د میلاد نه مخکې د بابُل ښار ونیوُ. د ښار پر څنګ یو لوی سیند وُ چې دا ښار یې ساتو. لوی کوروش او د ده فوځ دغه سیند بله خوا وګرځوُ او اوبه ټیټې شوې. هغوی د بابُل ښار بې له جګړې ونیوُ ځکه چې د ښار دروازې خلاصې وي. نږدې ۲۵۰۰ کاله تېر شوي دي، خو د بابُل د ښار پر ځای کې تر اوسه پورې یوازې کنډواله شته. نو اوس د خدای د کلام پیغمبرۍ ته پام وکړه.
یشعیاه ۱۳:۱۹، ۲۰ ولوله او دغه پوښتنه څېړنه وکړه:
-
هغه پیغمبري، چې د بابُل د ښار په باره کې ده، څنګه تر سره شوه؟
۶. ننني پېښې د خدای په کلام کې دمخه لیکل شوې دي
د خدای کلام بیانوي چې په اخرو ورځو کې اوسېږو (دوېم تیموتیوس ۳:۱). پام وکړه چې د خدای په کلام کې د دې وخت په باره کې څه راغلي دي.
متی ۲۴:۶، ۷ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:
-
د خدای کلام د اخرو ورځو په باره کې کومې نښې یادوي؟
دوېم تیموتیوس ۳:۱–۵ ولوله او د لاندې پوښتنو په اړه خبرې اترې وکړه:
-
په اخرو ورځو کې به خلک څه ډول وي؟
-
ته نن کوم ډول خلک وینې؟
ځینې وایي: «د خدای په کلام باندې بدلون راغلی دی.»
-
ستا په فکر کوم ثبوت تر ټولو ښه ښیي چې د خدای کلام د باور وړ دی؟
لنډیز
تاریخ، پوهنه او پیغمبرۍ ښیي چې د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي.
بیا کتنه
-
ایا د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي؟
-
څه شی ښیي چې د خدای کلام علمي دقیق دی؟
-
ایا د خدای کلام دمخه راتلونکی څرګندولای شي؟ ولې داسې فکر کوې؟
نور زده کړه
ایا د خدای کلام او پوهنه د کائنات او د طبیعت په باره کې یو شی وایي؟
له کومه پوهېږو چې په «اخرو ورځو» کې اوسېږو؟
«۶ پیغمبرۍ چې نن ورځې پوره کېږي» (د کتونکي برج، ۱ مې، ۲۰۱۱)
وګوره چې څنګه پیغمبرۍ د یوناني امپراطورۍ په باره کې تر سره شوې دي.
ولوله چې څنګه پیغمبرۍ د یو سړي فکر د خدای د کلام په باره کې بدل کړ.
a پیغمبرۍ یا نبوت د خدای له خوا د راتلونکي په باره کې پیغامونه دي.